د پاکستان خلاف د افغانستان سترې او تاریخي بریا ته غبرګونونه

د پاکستان خلاف د افغانستان سترې او تاریخي بریا ته غبرګونونه


  • 6 مياشتي دمخه (24/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 344

د سرپرست حکومت د ریاست الوزراء مرستیال مولوي عبدالکبیر، پخوانیو ولسمشرانو محمد اشرف غني، حامد کرزي، اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله او زلمي خلیلزاد د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د بریا مبارکي ورکړې ده.

افغانستان د دوشنبې په ورځ د کرکټ نړيوال جام سیالیو په لړ کې پاکستان ته ستره ماتې ورکړه. 

دا لوبه چې د هند په چینای ښار کې ترسره شوه، پاکستان افغانستان ته د ۲۸۳ منډو هدف ورکړی و، چې افغانستان په ډېرې اسانۍ سره په اته څلوېښتم اوور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدلو ترلاسه او د لومړي ځل لپاره یې د پاکستان پر وړاندې په یو ورځنیو نړۍوالو لوبو کې بریا ترلاسه کړه.

د ارګ په اېکس پاڼه کې د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په پیغام کې راغلي چې دې لوبې وښوده چې افغان ځوانان په هر ډګر کې وړتیاوې لري او بریاوې خپلولای شي او دوی ورته لابریا غواړي.

د یادونې ده چې ددغې بریا له کبله تېره شپه د هېواد په بېلابیلو ولایتونو کې ګڼ شمېر کسان د خوښۍ څرګندولو لپاره سړکونو ته را ووتل. 

خو په یو شمېر ولایتونو کې د خوښۍ په ډزو کې یو شمېر هېواد وال چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، ټپیان شوي دي.