افغان پلاوی د روسیې په استراخان نړیوال فورم کې ګډون کوي

افغان پلاوی د روسیې په استراخان نړیوال فورم کې ګډون کوي


  • 1 کال دمخه (24/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 446

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وایي، د یادې ادارې یو لوړ پوړی پلاوی د روسیې په بلنه د دغه هېواد استراخان ښار ته تللی دی. 

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د دې ادارې د عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت په مشرۍ یو دولتي پلاوی د روسیې په رسمي بلنه په استراخان نړیوال فورم کې د ګډون لپاره تللی دی.

سرچینه زیاتوي، په پام کې ده، چې د دې ادارې عمومي رئیس بخت الرحمن شرافت په استراخان نړیوال فورم کې وینا وکړي. 

نوموړی به د دې ادارې لاسته راوړنې له ګډونوالو سره شریکې او د غونډې ګډونوالو ته به د افغانستان د اوسپنې پټلۍ په پروژو کې د پانګونې بلنه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې له چین څخه لسګونه واګونه سوداګریز توکي افغانستان ته را ورسېدل.