روډرېکېس: هڅه کوو افغان حکومت د ښځو حقونو ورکړې ته قانع کړو

روډرېکېس: هڅه کوو افغان حکومت د ښځو حقونو ورکړې ته قانع کړو


  • 1 کال دمخه (25/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 455

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام مشر سټېفېن روډرېکېس ویلي، هڅې یې پیل کړې، چې سرپرست افغان حکومت د ښځو حقونو ورکړې ته قانع کړي. 

روډرېکېس د ملګرو ملتونو له خبري څانګې سره په یوه مرکه کې ویلي، چې افغانستان کې پر ښځو د روانو محدودیتونو له امله د هرات زلزلو ۹۰ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دي.

هغه له افغانانو سره د مرستو د دوام غوښتنه کړې. 

د نوموړي په خبره، د افغانستان ډېری وګړي د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او ۱۵ میلیونه افغانان لا هم د خوړو له نه خوندیتوب کړېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې سرپرست حکومت واک ته له رسېدو وروسته، ښځې او نجونې له زده کړو او کار منع کړي دي.

ملګري ملتونه وایي، چې اوسمهال په افغانستان کې ۲۲ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.