افغانستان نړۍ کې د انځرو له سترو صادرونکو هېوادونو بلل شوی

افغانستان نړۍ کې د انځرو له سترو صادرونکو هېوادونو بلل شوی


  • 1 کال دمخه (28/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 477

افغانستان په نړۍ کې د انځر له پنځو سترو صادرونکو هېوادونو څخه بلل شوی دی. 

د نړۍ د غوره صادراتو وېب پاڼې راپور ورکړی، چې په ۲۰۲۲ کال کې افغانستان، ترکیې، جرمني، اتریش او هالنډ د نړۍ ۷۵ سلنه انځر تولید او صادر کړي دي.

د دغې وېب پاڼې شمېرې ښیي، چې افغانستان سږ کال د څه باندې ۶۸ میلیونه ډالرو په ارزښت انځر بېلابېلو هېوادونو ته صادر کړي دي.  

د معلوماتو له مخې، د ‎افغانستان انځر هندوستان، کاناډا، محتده عربي اماراتو او اروپا ته صادرېږي.

انځر د کندهار مشهوره وچه مېوه ده، چې د خوند او کيفيت له اړخه یې د افغانستان سربېره، په ډېرو هېوادونو کې ساری نشته.