ملګرو ملتونو غزه کې د سمدستي اور بند غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو غزه کې د سمدستي اور بند غوښتنه کړې


  • 1 کال دمخه (28/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 394

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غړو په غزه کې د سملاسي اوربند غوښتنه کړې ده.

یاد سازمان د ۱۴ مخالفو او ۱۲۰ موافقو رایو پر اساس یو پرېکړه لیک صادر کړی، چې په کې په غزه کې د سملاسي اوربند غوښتنه شوې.

په پرېکړه لیک کې راغلي، چې دا اوربند به غزه کې د بشردوستانه خدمتونو د وړاندې کولو اجازه ورکړي.

ملګري ملتونه په داسې حال کې پر اوربند ټینګار کوي، چې تازه د فلسطین یو لوړ پوړي چارواکي عزت الرشاق پر غزې د اسرائیلو د ځمکنیو عملیاتو اعلان ته په غبرګون کې ویلي، چې که اسرائیل پر غزې دا عملیات پیل کړي، نو دوی به دومره توند ځواب ورکړي، چې د دغه هېواد پوځیانو د بدن پاتي شوني به د غزې ځمکه وخوري.

د یادونې وړ ده، چې اوس مهال په غزې کې د اسرائیلو او حماس ډلې ترمنځ جګړو سخت زور اخیستی دی.