ځانګړو ځواکونو هرات کې یو ډاکټر د انسان تښتونکو له منګولو ازاد کړی

ځانګړو ځواکونو هرات کې یو ډاکټر د انسان تښتونکو له منګولو ازاد کړی


  • 1 کال دمخه (28/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 492

په هرات کې د ا ستخباراتو ځانګړو ځواکونو درې انسان تښتونکي وژلي دي.

له باختر دولتي اژانس څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یادو کسانو د ډاکټر رفیع په نوم یو کس تښتولی و. 

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د استخباراتو ځواکونو تېره شپه پر دوی د ګذرې ولسوالۍ په سیاوشان سیمه کې عملیات کړي، چې په پایله کې یې درې تنه وژلي او تښتول شوی کس یې هم د دوی له منګولو ازاد کړی دی. 

د یادونې ده، چې په دغو عملیاتو کې دوه انسان تښتونکي نیول شوي هم دي.

لاهم د یادو کسانو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.