د لمر سترګه د کلي له برې غونډې ښکتهکېدو ته نږدې وه، پر آسمان تار تار وریځې سرې ښکارېدې، د پخوانۍ کلا ترڅنګ د ولاړ چنار پر غورځېدلو پاڼو د لمر منعکسو وړانګو خاورین دېوال ته زېړ رنګ ورکړی و.
سړی له دېوال لږ رامخکې شو، هسکه شمله یې د لونګۍ په سپېره ول کې ننویسته، د زاړه واسکټ بخلي جیب ته یې لاس کړ، د نصوار د ډبي ښيښه وځلېده. سړي شونډې ور ټولې کړې، پر ګډه وډه ږیره یې لاس تېر کړ، د څنګ کسانو ته یې مخ کړ:
ــــ نو چې دغه محلي صنف ته ور نږدې شوو، ټولو نجونو ته مو د پاڅېدو وویل. هره نجلۍ له خپله ځایه پاڅېده، ټولې یو برابر وې، خو یوازې یوه پکې لوړه ښکارېده. زموږ مشر د نجونو معلم ته غوسه شو چې دا یوه خو پکې غټه ده. دا دې ولې صنف ته پرېښې ده؟
سړي څنګ ته وکتل، سر یې وځړېد، پر ژېړو پاڼو لامده نصوار پرېوتل. بیا یې خبرې وغځولې:
ــــ د معلم تندی لوند شو، له وېرې یې خبرې ونښتې، زموږ مشر ته یې ویل چې زه نه پوهېږم، دا نجلۍ چې په صنف کې ناسته وي. له نورو نجونو سره په ونه یو برابر وي، خو چې پاڅېده اوس زه هم حیران شوم چې ولې یې قد ناڅاپي لوړ شو. بیا زموږ مشر وړاندې ورغی، د نجونو په قطار کې ور ننوت.
سړي غځېدلې پښه ور ټوله کړه، د پرتوږاک ځونډی یې پر ځمکه وڅښېد، د څنګ کسانو ته یې وکتل، په خندا یې زیاته کړه:
ــــ نو غلارسول کاکا غوږ دې دی، چې بیا څه پېښ شول؟ کله چې زموږ مشر ورغی، هغه لوړ قدې نجلۍ تر فرش لاندې په ریګ کې ځای ژور کړی و، هاهاهاها! په دې خاطر چې ناسته وي، قد یې له نورو زدهکوونکو نجونو سره یو رقم ښکاره شي. هاهاها! خو موږ دا ستر کار وکړ او نجلۍ مو په هماغه شېبه له صنف څخه وشړله. هاهاها!!!
د سړي په دې خبره د ناستو خلکو خولې هم وازې شوې، داسې په کړس کړس یې وخندل لکه کومه د خندا وړ خبره یا نادره ټوکه چې یې اورېدلې وي. بیا یې یو بل ته وکتل. یوه پکې د مازدیګر د لمانځه خبره وکړه. ټول پاڅېدل، پر سر تړلې لونګۍ یې سمې کړې، روان شول، د خړو پټوګانو څوکې ور پسې څښېدې. د لمر سترګه هم له برې غونډۍ ښکته شوې وه، په پیتاوي کې اوس د دغو سپینږیرو مجاهدینو پرځای د چنار زیړې پاڼې د مازدیګر سړې سیلۍ لټ په لټ کولې.