بښنې سازمان: په زوره د افغان کډوالو اېستل له بشري حقونو سرغړونه ده

بښنې سازمان: په زوره د افغان کډوالو اېستل له بشري حقونو سرغړونه ده


  • 1 کال دمخه (28/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 447

د بښنې نړیوال سازمان پاکستان کې د هغو د ۱،۴ میلیونه بې اسناده افغان کډوالو په اړه اندېښنه ښودلې، چې له دغه هېواده د اېستل کېدو له ګواښ سره مخامخ دي. 

یاد سازمان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دا د کډوالو له بشري حقونو سرغړونه ده او د دغو کډوالو خوندیتوب، سلامتۍ او اساسي خدماتو ته د لاسرسي په اړه جدي اندېښنې را ولاړوي.   

دغه راز یاد سازمان د پاکستان له حکومته هم پر دغې پرېکړې د بیا کتنې او د نړیوالو بشري قوانینو د رعایت غوښتنه کړې.

له پاکستانه د غیر قانوني کډوالو اېستلو ضرب الاجل پای ته یوازې دوه ورځې وخت پاتې دی.  

د پاکستان حکومت ویلي، چې که غیر قانوني کډوال د اکتوبر تر پای له دغه هېواده و نه وځي؛ نو نیسي یې او په جبري توګه یې وباسي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان چارواکي وایي، په تېره یوه اوونۍ کې له پاکستانه تر ۱۲ زرو زیات افغان کډوال په زوره اېستل شوي دي. 

دغه راز افغانستان او نړیوال له پاکستانه غوښتنه کوي، چې د کډوالو د اېستلو پر پرېکړه له سره غور وکړي؛ خو دغه هېواد پر خپله خبره کلک ولاړ دی او د هیچا غږ نه اوري.