د کرکټ نړيوال جام؛ اسټراليا نيوزيلنډ ته د پنځو منډو په توپير ماتې ورکړه

د کرکټ نړيوال جام؛ اسټراليا نيوزيلنډ ته د پنځو منډو په توپير ماتې ورکړه


  • 1 کال دمخه (28/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 471

د کرکټ نړیوال جام سیالیو پر دوام نن د اسټرالیا او نویزیلنډ ترمنځ لوبه شوه.

نيوزيلنډ د پچې له ګټلو سره لومړی د توپ اچولو پرېکړه وکړه. 

اسټرالياد ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۳۸۹ منډو هدف وټاکه، چې نيوزيلنډ پوره نه شو کړای او سيالي يې په پنځو منډو وبايلله.

د اسټراليا لپاره ټروېس هېډ ۱۰۹، ډېوېډ وارنر ۸۱، ګلېن مکسوېل ۴۱، جاش انګلس ۳۸، پټ کمېنس ۳۷ او مېچل مارش ۳۶ منډې وکړې.

د نيوزيلنډ ټرېنټ بولټ ۳، ګلېن پېلپس ۳، مېچل سټنر ۲، مټ هېنري او جېمز نيشن يوه، يوه وېکټه واخيسته.  

د نيوزيلنډ رچېن روېندرا ۱۱۶، جېمز نيشم ۵۸، ډېري مېچل ۵۴ او وېل ينګ ۳۲ منډې جوړې کړې.

د اسټراليا اډم زمپا درې، جاش هېزولډ او پټ کمېنس دوه،  دوه او ګلېن مکسوېل يوه وېکټه واخيسته.

د کرېکټ نړيوال جام د لوبو جدول په سر کې جنوبي افريقا ده، ورپسې هند، نيوزيلنډ او په څلورم نمبر اسټراليا ده.