د رياست الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر او د ټول ګټو چارو سرپرست وزیر د سالنګ لویې لارې د بیارغونې له چارو لیدنه کړې.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې نومودي د دغه سفر پرمهال د یادې لویې لارې د بیارغولو قرادادي شرکتونو له مسوولینو سره لیدلي او هغوی ته یې د پاتې چارو د چټکتیا او غوره کیفیت تضمینولو سپارښتنې کړې دي.
مسوولین وایي، چې د سالنګ لویې لارې لومړی برخه به نږدې راتلونکې کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
اوسمهال سالنګ لارې د ۸۰ کيلو متره سړک د رغولو چارې روانې دي.
د يادې لارې له جوړېدو سره به مسافرو ته د اسانتيا تر څنګ له مرکزي اسيا څخه سويلي آسيا ته هم د ترانزیټ په برخه کې د پام وړ زياتوالی راشي.