ټرانسپورټ وزارت: راستانه شوي کډوال په وړیا ډول تر خپلو سیمو رسوو

ټرانسپورټ وزارت: راستانه شوي کډوال په وړیا ډول تر خپلو سیمو رسوو


  • 1 کال دمخه (31/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 487

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ویلي، له پاکستانه راستانه شوي کډوال به په وړیا او خوندي ډول تر خپلو سیمو ورسوي.   

یاد وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د کډوالو د ستونزو د بېړني حل لپاره یې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو تر څنګ د یو شمیر نورو وزارتونو او ادارو په ګډون ګډه کمېټه جوړه کړې ده.  

دغه وزارت زیاته کړې، ټول هغه کډوال، چې هېواد ته راستنېږي، تر ثبت پروسې وروسته به یې د لېږدولو لړۍ پیل شي.  

د پاکستان حکومت هغو افغانانو ته چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، د نوامبر لومړۍ نېټه د وتلو د ضرب الاجل په توګه ټاکلې ده.   

د راپورونو له مخې، نن هم په زرګونه افغان کډوال تورخم ته رسيدلي، څو افغانستان ته واوړي.