نړیوال جام کې تر پر له پسې ماتو وروسته؛ پاکستان نن له بنګله‌دېش لوبه وګټله

نړیوال جام کې تر پر له پسې ماتو وروسته؛ پاکستان نن له بنګله‌دېش لوبه وګټله


  • 1 کال دمخه (31/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 457

پاکستان په نړیوال جام کې له پر له پسې څلورو ماتو وروسته؛ نن بنګله دېش ته په ۷ وېکټو ماتې ورکړه. 

پاکستان د بنګله دېشۍ لوبډلې د ۲۰۵ منډو هدف د درېیو لوبغاړو په سوځېدو په ۳۲ اورونو کې پوره کړ.

په دغې لوبه کې د پاکستان د پیل توپ وهونکو عبدالله شفیق او فخر زمان د تېر پرتله ډېره ښه لوبه وکړه او لوبډلې ته یې د بري بنسټ کېښود.

دوی په ترتیب سره ۶۸ او ۸۱ منډې وکړې.

د دې لوبې پچه یا ټاس بنګله دېش ګټلی و او خپله یې لومړۍ د توپ وهنې پرېکړه وکړه خو پیل یې د خپلې تمې خلاف ډېر کمزوری و.

پاکستان د لوبې په پیل کې هغه مهال چې په لومړیو لسو اورونو کې یې د ۳۷ منډو بدل کې درې مهم سیال لوبغاړي اوټ کړل ډېر برلاسی ښکارېده.

د بنګله دېش څلورم او پنځم لوبغاړي بیا څه اوږده ملګرتیا وکړه خو وروسته یې ټوله لوبډله په ۴۵ اورونو کې وسوځېده او پاکستان ته یې د ۲۰۵ منډو هدف کېښود.

دا په ښکاره کم هدف و چې پاکستان  د دوه مهمو پواینټونو تر څنګ یې د پاکستان رن رېټ هم ښه کړ.

له دې بریا سره پاکستان د نومبرو په جدول کې له افغانستانه یوه درجه مخکې په پنځم مقام راغی او ورپسې افغانستان هم له درېو بریاوو سره په شپږم ځای دی.