افغان کډوال: د پاکستان حکومت رانه پیسې او شتمنۍ اخیستې

افغان کډوال: د پاکستان حکومت رانه پیسې او شتمنۍ اخیستې


  • 1 کال دمخه (01/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 395

له پاکستان څخه په زور راشړل شویو یو شمېر افغان کډوالو سمسور نیوز ته ویلي چې د پاکستان حکومت ورڅخه پیسې او شتمنۍ اخېستې دي.
دوی وايي، له راتګ یوه شپه وړاندې یې په کور چاپې ووهل شوې او ګاڼې یې هم پاکستاني پوځیانو لوټ کړې.

صفیان چې په چارسدې کې اوسېده وايي، د ورځې له لوري ورته ویل شوي و، چې له سیمې ووځي؛ خو دوی چې د سبا راتګ لپاره تصمیم ونیو، نو د شپې له لوري پرې پاکستاني پوځیانو چاپې ووهلې.

د هغه په خبره، یوازې د دوی کور نه؛ بلکې په دغه سیمه کې د ګڼ شمېر افغانانو کورونه چور شوي دي.

نوموړی دلته اوسني حکومت څخه غواړي چې د دوی د سرپناوو غم وکړي.

د هغه په خبره، په افغانستان کې هم ځای ځایګی نه لري او نه پوهېږي چې دا سخت ژمی به څنګه تېروي.

بل لورته مسوول چارواکي وايي، د کډوالو د تثبیت لړۍ روانه ده او د نغدي مرستو ترڅنګ به یې د سرپناوو ستونزې هم حل شي.