د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين وايي، چې امريکا په لوی لاس ځينو هېوادو کې د امنيت خرابولو هڅه کوي.
نوموړي يوې ټلويزيوني مرکې کې ويلي، امریکا د خپلو شخصي ګټو لپاره د نړۍ هره څنډه کې قتل عام وکړ، چې افغانستان، سوريه، عراق، ليبيا او فلسطين يې ښکاره بېلګې دي.
د روسيې ولسمشر تور پورې کړی، چې امريکا په اوکراين کې هم د ورته هڅو ملاتړ کوي او نه پرېږدي، چې وضعيت ښه شي.
پوتين داسې مهال یادې څرګندونې کوي، چې د اوکراين سربېره د فلسطین په غزه کې هم جګړې ستر ناورين رامنځته کړی او هره ورځ له هغه ځايه د مرګژوبلې په تړاو راپورونه ورکول کېږي.