نړیوال بانک: د افغانستان نیمایي وګړي په فقر کې ژوند کوي

نړیوال بانک: د افغانستان نیمایي وګړي په فقر کې ژوند کوي


  • 1 کال دمخه (01/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 384

نړیوال بانک د افغانستان په اړه په خپل نوي راپور کې ویلي، چې له هرو دوه افغانانو یو یې په بې‌ وزلۍ کې ژوند کوي.

راپور کې راغلي، د افغانستان صادرات د روان کال له جنورۍ نه تر سپټمبره پورې ۰.۵ سلنه کم شوي او د افغانستان د وګړو د پیسو په لګښت کې هم کمښت راغلی دی. 

راپور زياتوي، د روان کال په اوږدو کې د افغانستان په وارداتو کې ۲۷ سلنه زياتوالی راغلی او هند وروسته له پاکستانه د افغانستان د توکو لپاره تر ټولو لوی بازار ګڼل شوی دی.

‏د راپور له مخې، افغاستان تېرو ۹ مياشتو کې د ۱.۳ ميليارده ډالرو په ارزښت صادرات او همدا راز د ۵.۷ ميليونه ډالرو په ارزښت يې واردات لرلي دي. 

لاهم د سرپرست حکومت چارواکو د دې راپور په اړه خپل غبرګون نه دی ښودلی.