له پاکستانه تازه راغلیو محصلینو ته د زده کړو زمینه برابرېږي

له پاکستانه تازه راغلیو محصلینو ته د زده کړو زمینه برابرېږي


  • 11 مياشتي دمخه (02/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 429

سرپرست حکومت وایي، له پاکستانه په زوره راستانه شویو محصلينو ته د زده کړو زمينه برابروي.

د لوړو زده کړو وزارت وایي، ټولو هغو محصلينو او د پوهنتونونو استادانو ته، چې له بهره بېرته خپل هېواد ته راستنېږي، په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې ورته د زده کړو او تدريس زمينه برابروي. 

ياد وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، هغه افغان محصلین، چې په بهر کې یې زده کړې پای ته نه وي رسېدلي، تحصیلي اسنادو ته په کتو به په پوهنتونونو کې جذب شي.

خبرپاڼه زياتوي، چې د استادانو لپاره د هغوی د لیاقت او وړتیا پر اساس به د استادۍ په برخه کې د خدمت زمینه برابره شي. 

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت د نومبر له لومړۍ نېټې د ټولو غیر قانوني افغان کډوالو په جبري ډول د اېستلو لړۍ پيل کړې ده.

په کور دننه لاهم له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه ده ورکړل شوې، چې ښایي له پاکستانه راستنېدونکې نجونې هم له زده کړو محرومې شي.