وېسټ د کډوالۍ نړیوال سازمان د دفتر له مشرې سره د افغان کډوالو پر وضعیت غږېدلی

وېسټ د کډوالۍ نړیوال سازمان د دفتر له مشرې سره د افغان کډوالو پر وضعیت غږېدلی


  • 1 کال دمخه (02/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 425

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان د دفتر له مشرې  ماریا مویتا سره کتلي دي.

وېسټ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دغه لیدنه کې د هرات د زلزله ځپلو سره د مرستو، د راستنېدونکو کډوالو پر ننګونو، او د افغانانو د بشري ملاتړ او خوندېتوب په اړه خبرې اترې شوې دي.  

هغه زیاته کړې، چې امریکا د هرات د زلزله ځپلو سره د ۹ میلیونه ډالرو مرستې په ګډون، په افغانستان کې د ټولنیز ثبات په برخه کې ستر مرسته کوونکی هېواد دی.

توماس وېسټ داسې مهال د کډوالۍ نړیوال سازمان د دفتر له مشرې سره کتلي، چې د پاکستان حکومت د نومبر له لومړۍ نېټې د ټولو غیر قانوني افغان کډوالو په جبري ډول د اېستلو لړۍ پيل کړې ده.

سره له دې، چې د امریکا په شمول ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو سازمانو له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو د پرېکړې لغوه کېدو غوښتنه کړې؛ خو د دغه هېواد له لوري نه ده منل شوې.