رینا امیري د افغان کډوالو پر وضعیت د پاکستان له سفیر سره غږېدلې

رینا امیري د افغان کډوالو پر وضعیت د پاکستان له سفیر سره غږېدلې


  • 1 کال دمخه (03/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 488

د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري، په واشنګټن کې د پاکستان له سفیر، مسعود خان سره په لیدنه کې، د افغان کډوالو د وضیعت په تړاو خبرې کړي دي.
هغې پر اکس ټولنیزه رسنۍ لیکلي، چې په دغه لیدنه کې، پر مېرمنو او نورو زیانمنوونکو ډلو د کډوالو د جبري اېستلو اغېزو او هغو ننګونو چې دوی افغانستان ته په ستنېدو کې ورسره مخ کیږي، هم خبرې اترې شوي دي.
د یادونې وړ ده چې وړمه ورځ امریکا له پاکستان غوښتي چې له افغان کډوالو سره په چال چلند کې بدلون راولي.