د امر بالمعروف وايي، له پاکستانه راستانه شوي د محتسبینو په شرایطو برابر افغان کډوالو ته په دغه وزارت کې دندې ورکوي.
د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د راستنو شویو افغانانو لپاره کاري فرصتونه برابروي.
سرچینې زیاته کړېو چې راستنو شویو افغانانو کې هغه علماء چې د یاد وزارت د محتسبینو په شرایطو برابر وي د دغه وزارت له لوري د هغوی د اسنادو تر ارزونې وروسته استخدامېږي.
سرچینه زیاتوي، راستانه شوي افغانان کولای شي، چې خپل تحصیلي اسناد، د تذکرې کاپي او څلور عکسونه د روان لمریز کال د لېندۍ میاشتې تر ۵مې له یاد وزارت سره شریک کړي.