د پاکستان د بشر حقونو کمېسیون: پاکستان د هیچا نه اوري او نړیوال قوانین تر پښو لاندې کوي

د پاکستان د بشر حقونو کمېسیون: پاکستان د هیچا نه اوري او نړیوال قوانین تر پښو لاندې کوي


  • 10 مياشتي دمخه (07/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 402

د پاکستان د بشر حقونو کمېسیون وایي، د دغه هېواد په سېند، بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې له افغان کډوالو سره د پاکستان حکومت ناسم چلن «ډارولي» دي.

د بشر حقونو دغه ادارې همداراز لیکلي، چې د مدني ټولنو او کډوالو نړۍوالو ادارو غوښتنو سربېره پاکستان نړۍوال قوانین تر پښو لاندې کوي او له خپلې پرېکړې نه په شا کیږي.

دوی غوښتنه کړې، چې له ټولو افغانانو  په ځانګړې توګه ماشومانو سره «باعزته» چلن وشي او پاکستان دې خپل «ناسم چلن» ودروي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت لاهم د افغان کډوالو د نیولو لړۍ ته دوام ورکړی او په بېلابېلو پلمو یې ځوروي.