د کابل په لویدیځ دشت برچي سیمه کې تېر ماښام د ملکي وګړو پر یوه موټر چاودنه شوې ده.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۷ تنه ملکیان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.
ځدراڼ ویلي، چې دا چاودنه په یوه کاسټر ډوله موټر شوې، چې ملکي وګړي په کې په نښه شوي دي.
د کابل په لویدیز کې تر ډېره هزاره توکمه او شیعه مذهبه افغانان ژوند کوي، چې پرې د چاودنو مسوولیت په عام ډول داعش ډله پر غاړه اخلي.
د دې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی او نور جزییات یې نه دي په ډاګه شوي.
خو د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند ویلي، چې د پېښې ځای ته امنیتي پلټونکې ډله رسېدلې او نور جزییات به وروسته شریک شي.