انډریکا راټواټه کابل کې د یوناما مرستیال په توګه وټاکل شو

انډریکا راټواټه کابل کې د یوناما مرستیال په توګه وټاکل شو


  • 1 کال دمخه (08/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 372

د ملګرو ملتونو سرمنشي سریلانکایی انډریکا راټواټه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما د مرستیال په توګه ټاکلی دی. 

دې سازمان پر خپله وېبپاڼه خبر ورکړی، چې راټواټه د رامز الاکبروف پرځای پر دې دنده ګومارل شوی او په عین حال کې به د ملګرو ملتونو بشري چارې تنظیموي.  

په بیان کې ویل شوي، چې راټواټه د افغانستان او سیمه ییزو مسایلو په برخه کې د څوارلسو کلونو د کار په ګډون په بشري چارو او پېچلو او بحراني حالاتو کې د خوندیتوب څه باندې دېرش کاله تجربه لري.