د پاکستان لومړی وزیر: افغان کډوال په ډېر قد او عزت ستنوو

د پاکستان لومړی وزیر: افغان کډوال په ډېر قد او عزت ستنوو


  • 1 کال دمخه (08/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 465

د پاکستان سرپرست لومړی وزیر انوار الحق کاکړ وایي، دوی افغان کډوالو سره زور زیاتی نه دی کړی او په ډېر قدر او عزت یې ستنوي.

نوموړي نن په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې د افغان کډوالو د اېستلو په اړه د افغان چارواکو څرګندونې د افسوس وړ دي.  

هغه یو وار بیا ادعا کړې، چې د پاکستان په نا امنیو کې غیر قانوني افغانان لوی لاس لري.  

کاکړ زیاته کړې، چې د وسله والو په اړه یې له افغانستان سره هم معلومات شریک کړي؛ خو افغانستان د پاکستان ضد وسله‌والو په اړه ګامونه نه اخلي.  

همدارنګه نوموړي له سرپرست افغان حکومت غوښتنه کړې، چې د ټي‌‌ ټي‌ پي د ځپلو په برخه کې ټول ممکنه ګامونه واخلي.  

انوار الحق کاکړ داسې مهال یادې څرګندونې کوي، چې پاکستان کې له مېشتو افغان کډوالو سره د دغه هېواد د پولیسو له لوري د زور زیاتي او شتمنیو لوټلو راپورونه ورکول کېږي.

که څه هم افغان حکومت لا د کاکړ ادعاوو ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تر دې وړاندې یې د پاکستاني چارواکو ورته څرګندونې رد کړې وې.

افغان حکومت پاکستان ته خبرداری ورکړی، چې که له افغان کډوالو سره چلند بدل نه کړي؛ نو دوی مجبور دې چې غبرګون وښیي. 

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ویلي، چې پاکستان د افغان کډوالو پر سر میلینونه ډالر اخلي؛ خو اوس ورسره تر ټولو زیات ظلم کوي.