د بخښنې سازمان: پاکستان دې په زوره د افغان کډوالو شړل ودروي

د بخښنې سازمان: پاکستان دې په زوره د افغان کډوالو شړل ودروي


  • 1 کال دمخه (11/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 406

له پاکستان څخه په جبري ډول د افغان کډوالو د اېستلو پر لړۍ توندې نیوکې لاهم دوام لري.

تېره ورځ د بخښنې نړیوال سازمان هم دا چاره غندلې او د پاکستان له حکومت یې غوښتي چې له دغه کار لاس واخلي.

له یاد سازمان څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پاکستان د ا فغان کډوالو له موضوع د سیاسي فشار په توګه کار اخلي او په اوسني وخت کې افغانستان ته په دومره لوی شمېر د کډوالو ستنول ناورین رامنځته کولی شي.

خبرپاڼه کې راغلي چې دوی د اسناد لرونکو او کم عمره افغانانو د ځورونې بېلګې هم ثبت کړي، چې د پاکستاني پولیسو له لوري ورسره بد چلند شوی.

بل لورته د ناروې د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په جبري ډول د افغان کډوالو پر اېستلو اندېښنه څرګنده کړې او د دغې لړۍ د درېدو غوښتنه یې کړې ده.

خو بل لورته د پاکستان د لڼدمهالي حکومت صدراعظم ویلي، قانوني او غیر قانوني افغان کډوال به ټول له پاکستان څخه وباسي.