د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني ویلي، چې په افغانستان کې سوله د اسلام اباد لپاره پر یوې وېرې بدله شوې ده.
دراني د پاکستان له پخوانیو سفیرانو سره په کتنه کې ادعا کړې، چې ټيټيپي په افغانستان کې پټنځای لري او په پاکستان کې بریدونه ترسره کوي.
نوموړي ویلي، پاکستان کې د بریدونو د حراموالي په هکله د اسلامي امارت د مشر فرمان باید عملي شي.
تر دې وړاندې د پاکستان سرپرست لومړي وزیر ادعا کړې وه، چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته پاکستان کې بریدونه زیات شوي؛ خو افغانستان دغه خبره رد کړې ده.