د امریکا او هند غوښتنه: افغانستان کې دې بشري حقونه رعایت شي

د امریکا او هند غوښتنه: افغانستان کې دې بشري حقونه رعایت شي


  • 10 مياشتي دمخه (12/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 394

امریکا او هند یو وار بیا غوښتنه کړې، چې افغانستان کې باید بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وشي. 

د امریکا او هند د بهرنیو او دفاع وزیرانو په خپلې پنځمې ګډې کلنۍ غونډه کې ژمنه کړې، چې د ټولو افغانانو د سوکاله او سوله ییز راتلونکي لپاره به سلا مشورې وکړي.

په اعلامیه کې په افغانستان کې د لږکیو د حقونو پر رعایت هم ټینګار شوی دی.

انتوني بلېنکن او جي شنکر په دغې غونډه کې له کوم خنډ پرته بشري مرستو ته د افغانستان د خلکو پر لاسرسي هم ټینګار کړی دی.  

د امریکا او هند د بهرنیو چارو وزیرانو دغه راز له سرپرست حکومته غوښتي، چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او اجازه ورنه‌کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو د امنیت لپاره ګواښ وي.

امریکا او هند داسې مهال افغانستان کې د بشري حقونو د رعایت غوښتنه کوي، چې د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار بندیز لګېدلی دی.