امریکا په سوریه کې د ایران پر اړونده تاسیساتو دوه هوایي بریدونه کړي دي.
د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن ویلي، چې دا بریدونه د یکشنبې په شپه د سوریې البو کمال ښار سره نږدې د روزنې په یو مرکز او د میادین ښار سره نږدې د پټېدو په یو خوندي کور شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د دغو بریدونه امر ولسمشر جوبایډن ورکړی و.
د اسټن په خبره، دا بریدونه د ایران اړوندو ملېشو له خوا په سوریه او عراق کې پر دېره امریکايي ځواکونو د وروستیو بریدونو په ځواب کې شوي.
تر اوسه معلومه نه ده، چې په دې بریدونو کې چا ته مرګ ژوبله هم اوښتې او که نه.
پر اسرائلو د حماس تر برید وروسته، په منځني ختیځ کې پر امریکایي ځواکونو بریدونه زیات شوي دي.