عدلیې وزارت: تازه راستانه شویو افغانانو ته مو د کورونو کرایې راکمې کړئ

عدلیې وزارت: تازه راستانه شویو افغانانو ته مو د کورونو کرایې راکمې کړئ


  • 1 کال دمخه (13/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 363

د عدلیې وزارت د معاملاتو د لارښوونې دفترونو څخه غوښتي، چې د تازه راستانه شویو افغانانو لپاره د کورونو او جایدادونو کرایه کولو پر وخت له کمیشن اخیستو ډډه وکړي.

د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې له یادو دفترونو غوښتنه شوې، چې د کرایې اصلي بیې خلاف په لوړه بیه کورونه په کرایه ور نه کړي.

د عدلیې وزارت د کورونو پر څښتنانو هم غږ کړی، چې د خپلو کورونو په کرایه کولو کې له تازه راستانه شویو سره همکاري وکړي او د کرایې بیې ورته ټیټې کړي.

په خبرپاڼه کې له سرغړونکو سره د قانوني چلن خبرداری ورکړ شوی دی. 

د یادونې ده چې له پاکستان څخه د افغانانو تر راستندېدو وروسته په یو شمېر سیمو کې د کورونو کرایې لوړې شوې دي.