مېلمه او مېلمه پالنه

مېلمه او مېلمه پالنه


  • 1 کال دمخه (13/11/2023)
  • انوش ننګیال
  • 856

افغانستان په ټوله نړۍ کې یواځینی هغه هېواد دی چې په مېلمه پالنه کې ځانکړی شهرت لري. دا ښه خبره ده، چې په نړۍ کې یو ښه صفت ولرو، خو دا هم باید ومنو، چې په افراط کې هم له چا کم نه یو، موږ تاسو په مېلمه پالنه کې هم افراط کوو، چې له امله یې د ژوند له ډېرو مهمو چارو پاتې یو.

په نورو هېوادونو کې هم خلک په خپلو منځونو کې ډېر صمیمي دي، یو د بل پوښتنه کوي، یو بل ته بلنه ورکوي، چکر او تفرېح ته سره ځي او په بېلابېلو مراسمو کې ګډون کوي، خو دې هر څه ته یې اصول برابر کړي او د هماغو اصولو پر اساس خپله ملګرتیا او خپلوي هم پالي او د خپل ژوند ورځینۍ چارې هم سمبالوي.

 

زما په نظر تر ټولو لوی علت چې موږ او تاسو وروسته پاتې یو او ډېر نسبي پرمختګ کوو؛ همدا مېلمه داري ده او همدا خپلوي پالل دي، ځکه زموږ او تاسو د ورځیني ژوند ډېره برخه مېلمه او مېلمه داري کې تېرېږي او اصلاً وخت نه پیدا کوو، چې په خپل ځان او په خپلو هنرونو کار وکړو.

زه دا نه وایم، چې تاسو د مېلمه قدر مه کوئ یا خپله د چا کور ته مه ځئ بلکې موخه مې داده، چې د چېرته تګ او د مېلمه پالنې لپاره یو چوکاټ جوړ کړئ او داسې یوه لاره ورته پیدا کړئ، چې له امله یې درنه د ورځیني ژوند چارې هم شاته پاتې نه شي او چاته د مزاحمت سبب هم ونه ګرځئ.

 

په نورو هېوادونو کې مېلمه هغه ته ویل کېږي، چې د یو، دوه یا درې ساعتونو لپاره دې خواته راشي، خو زموږ او ستاسو ټولنه کې هغه هم مېلمه دی، کوم چې لکه تبلیغیان پوره سه روزې ته درکره درځي، هغوی ته خو له ورتګ وروسته دعاګانې هم کوو، کوم چې د نیمې ورځ او یا د یوې شپې لپاره راغلي وي.

بل لوی توپیر زموږ او د نورو مېلمستیاوو په منځ کې دادی، چې په نورو هېوادونو کې یو، دوه الی درې تنه د چا کور ته ورځي، که هغه د مېلمستیا په شکل وي، د ناروغ عیادت وي، فاتحه وي او یا کومه بله خبره، خو زموږ او ستاسو خلک ډله ډله روان وي، چې په ورتګ یې د ډېرې وارخطایۍ له امله د کوربه فشار هم ور پورته شي.

دا نه وایم، چې چېرته مه ځئ! همدا ډله ډله لاړ شئ خو د ورتګ لپاره مو وخت او د اشخاصو شمېر په نظر کې ونیسئ.

 

زموږ او ستاسو په ټولنه کې ځینې داسې کسان هم شته، چې خپله هم یو ځای ته په ملېمستیا لاړ شي او یو بل ملګري/خپلوان ته هم زنګ وکړي او راویې غواړي، که مقابل کس انکار هم وکړي خو دی به ورته ټینګ وي چې راځه ګپ به ولږوو او غورې به وکړو، تاسو لکه چې هغه متل نه منئ، چې (د مېلمه، مېلمه بدې شي او د کوروالاو دواړه).

دا ومنئ، چې یو کور ته ستاسو په ډېر ورتګ کوربه ولاکه دومره خوشاله شي؛ بلکې د مصارفو او د خپل زحمت لپاره په اندېښنه وي، شاید تاسو به نه یئ متوجه شوي خو دا حقیقت دی، په ځانګړي ډول په اوسنیو شرایطو کې بلکل همداسې ده.

په اخترونو، ودونو او د خوښۍ په نورو مراسمو کې په تګ کوم خاص انتقاد نه لرم، خو له دې علاوه له کوم مناسبت پرته د ډېر تګ راتګ او د ډله ییز تګ راتګ مخالف یم.

 

د ډېر تګ او راتګ زیانونه؛ کورنۍ ستونزې!

ډېرې کورنۍ ستونزې هم له ډېر تګ راتګ څخه پیدا کېږي، ځکه زموږ او ستاسو د ښځینه طبقې عادت خو تاسو ته ښه معلوم دی؛ له غیبت او تا ویلو ما ویلو پرته بل کار نه لري، نو فلهذا ددغې ستونزې د له منځه وړلو لپاره هم باید سړی له اړتیا پرته ډېر چېرته لاړ نه شي.

 

د کوربانه وو اقتصادي زیان بله مسله ده، ما داسې کورنۍ هم لیدلي، چې ډله مېلمانه ورکره راشي، دوی سره د دسترخوان د تیارولو روپۍ نه وي، مجبور دي چې یا له ګاونډیانو پور وکړي، یا د کور ټوکي خرڅ کړي او یا داسې چاته لاس اوږد کړي چې په ټول عمر کې به یې ورنه سوال نه وي کړی، داسې کورنۍ هم شته، چې همدا روپۍ چې دوی پرې مېلمه ته چای او ډوډۍ تیاروي د دوی د خپل فامیل د یوې اونۍ د خوراک او څښاک لپاره بس کېږي. 

ممکن ستا ژوند به جوړ وي او د مېلمه په راتګ به خوشحاله کېږې، خو هغه خلک به څنګه شي، چې حتی د خپلې خېټې د مړولو لپاره هم روپۍ نه لري!؟

 

د کوربانه وو خجالتي؛ دا مسله تر ټولو ډېره ځوروونکې او د اندېښنې وړ ده.

ډېرو کورنیو کې د کور مشران یا کار او روزګار نه لري او یا ایله خپله خېټه مړه وساتي، کله چې ورکره ډله مېلمانه ننوځي نو لار ترېنه ورکه شي او حیران وي، چې څه وکړي، نهٔ به نور د قرض کولو توان لري او نه به ورسره نغدې روپۍ وي، نو مجبور شي چې په کور کې څه لري هماغه پاخه کړي، داسې یو حالت کې کوربانه مېلمنو ته سخت شرمنده او خجالت وي، ځکه دوی فکر کوي، چې د مېلمه قدر یې نه دی شوی او بیا تر ډېر وخت هماغو کسانو ته د پورته کتلو جرئت هم نه لري. 

 

داسې مېلمانه هم شته، چې که کوربه ورته ښکلی دسترخوان تیار کړ؛ نو ښه درنه خوشاله وي او که دې ورته دسترخوان نه و ډک کړی نو بیا درنه خفه هم وي، ګیلې درنه کوي او فکر کوي، چې موږ ورته ارزښت نه لرو او یا مو په راتګ خفه دي.

پښتو کې یو متل دی، چې وایي (هم بوره، هم بدنامه) د کوربه خانه په دواړو حالاتو کې خرابه ده، که په مېلمه مصرف وکړي نو هم تاواني کېږي او که یې ونه کړي نو هم بدنام او ملامت شي.

ځینې وخت همدا هم ددې لامل شي، چې د مېلمه او کوربه ترمنځ یو ډول ضد او قصد رامنځ ته شي، چې پایله یې ډېر وخت ښه نهٔ وي.

 

اوسنۍ نړۍ د انټرنټ او ټکنالوژۍ نړۍ ده، که مو ورتګ چېرته ډېر ضرور نه وي؛ نو په تلېفون هم خپله ستونزه حل کولای شئ، او که مو ډېر زړه تنګ وي نو د انټرنټ له لارې په ویډیو کال هم د زړه بړاس ویستلی شئ.

ددې کار ګټه به دا وي، چې یو خو به مو څوک تاواني کړي نه وي او بل به مو وخت ډېر نه ضایع کېږي، یو ځای ته له اړتیا پرته د تګ پر ځای کور کې کېنئ ،خپلې مېرمنې سره مرسته وکړئ، ویې نازوئ،  ماشومانو سره مو درس ووایئ، نصیحت ورته وکړئ، د مشرانو درناوی ورته زده کړئ او د ښه ژوند کولو په لارو چارو یې پوه کړئ.