کرن ډېکر: امریکا باید افغانستان کې د یو، یو ډالر حساب ورکړي

کرن ډېکر: امریکا باید افغانستان کې د یو، یو ډالر حساب ورکړي


  • 1 کال دمخه (14/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 494

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې، کرن ډېکر تېره ورځ دوحه کې د خوړو نړیوال پروګرام او د افغانستان لپاره د نورو مرستندویانو له استازو سره ناسته کړې ده.  

مېرمن ډېکر پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دې ناسته کې په افغانستان کې د روان بشري وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

نوموړې زیاته کړې، چې امریکا لا هم افغانانو سره تر ټولو ستر مرسته کوونکی هېواد دی او دوی سره مرستو ته دوام ورکوي. 

هغې ټینګار کړی، چې امریکا باید افغانستان کې د هر لګېدونکي ډالر حساب ورکړي. 

د امریکا سفارت شارژدافیرې ویلي، چې افغانان له ورپېښو ناورینونو څخه د خلاصون لپاره مرستو ته اړتیا لري.

نوموړې داسې مهال د یادو مرستندویانو له استازو سره ناسته کړې، چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بې وزلۍ کچې د لوړېدو خبر ورکړی و.