خوست کې صحرايي محاکمه کوونکي امنیتي کسان ونیول شول

خوست کې صحرايي محاکمه کوونکي امنیتي کسان ونیول شول


  • 1 کال دمخه (14/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 510

خوست کې هغه امنیتي کسان ونیول شول، چې په خپل‌سر یې د یوه ځوان د سر وېښتان او برېت قېچي کړي وو.

د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان د امنیه قومندان حافظ عبدالرشید عمري په لارښوونې سره نیول شوي دي.

عمري له دغه کس سره د لیدو پر مهال ژمنه کړې وه، چې مجرمین به ونیسي او د قانون منګولو ته به یې وسپاري.

نوموړي ویلي، چې له محاکمو پرته یاده کړنه خپل‌سرې او غیرقانوني ده او هیچاته اجازه نه ورکوي، چې د خلکو له حیثیت او انساني کرامت سره لوبې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوه، چې په کې ښکاري څو امنیتي کسان د خوست تڼیو ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه د یو ځوان د سر وېښتان او برېتونه قیچي کوي. 

ځایي سرچینې وایي، دغه ځوان بادشاه زالله نومېږي او د تڼیو ولسوالۍ د للمي کلي اوسیدونکی دی. 

دغې ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې د ګڼو افغانانو پراخ غبرګونونه راپارولي وو.