هرات کې د نجونو پر مخ د ښوونیزو مرکزونو دروازې وتړل شوې

هرات کې د نجونو پر مخ د ښوونیزو مرکزونو دروازې وتړل شوې


  • 1 کال دمخه (15/11/2023)
  • وحید الله ځدراڼ
  • 517

سیمه ییزې سرچینې وایي، په هرات ولایت کې ښوونیزو مرکزونو ته د نجونو پر تګ بندیز لګېدلی دی.

سرچینې وایي، ځایي مسؤلین تېره ورځ د نجونو یو شمېر زده کړه ییزو مرکزونو ته ورغلي او نجونې زده کوونکې یې ټولګیو ته له تللو منع کړي دي. 

ځایي مسؤلینو د تاف ګیټ، مصلح، مسلم، نانونټ، عطایي، ابن سینا او نسا په نومونو ښوونیز مرکزونه تړلي دي.    

په دغو ښوونیزو مرکزونو کې په سلګونه نجونو په انګلیسي، الماني او کمپیوټر کې زده کړې کولې.

په خواله رسنیو هم د څو ښوونیزو مرکزونو په دروازو د ځایي مسؤلینو له لوري د لګېدلي مکتوب عکسونه خپاره شوي دي. 

په دې مکتوب کې لیکل شوي، چې تر بل امر پورې دې د هرات ټول ښوونیز مرکزونه تړلي پاتې وي.   

تر اوسه ځایي مسؤلینو په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي.

بل لورته ځینو رسنیو د هرات د امربالمعروف رئیس له خولې د دغو مرکزونو د تړلو لامل د نارینه ښوونکو شتون بللی دی.

دا په داسې حال کې ده، هېواد کې لا له پخوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر لوړو زده کړو هم کلک بندیز لګېدلی دی.