تر دوه کلن ځنډ وروسته؛ فلای دوبۍ کابل ته بیا خپلې الوتنې پیل کړې

تر دوه کلن ځنډ وروسته؛ فلای دوبۍ کابل ته بیا خپلې الوتنې پیل کړې


  • 1 کال دمخه (15/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 457

فلای دوبۍ هوايي شرکت له څه باندې دوه کاله ځنډ وروسته، یو وار بیا کابل ته خپلې الوتنې پیل کړې.

یاد شرکت واک ته د سرپرست حکومت تر رسېدو وروسته خپلې الوتنې ځنډولې وې، چې نن چهارشنبه یې بېرته پیل کړې. 

دغه شرکت به هره اوونۍ دوه الوتنې له کبله څخه نورو هېوادونو او له نورو هېوادونو څخه کابل ته کوي.

د یادونې وړ ده، چې واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو وروسته، یو شمېر هوايي شرکتونو په افغانستان کې خپلې چارې وځنډولې، چې په دې وروستیو کې بېرته پیل شوې دي. 

څه موده وړاندې د بلخ او جدې ترمنځ هم الوتنې بېرته پیل شوې.