د م، م ځانګړی همغږی کوونکی د افغانستان په اړه امنیت شورا ته خپل راپور وړاندې کوي

د م، م ځانګړی همغږی کوونکی د افغانستان په اړه امنیت شورا ته خپل راپور وړاندې کوي


  • 1 کال دمخه (16/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 522

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږی کوونکی فریدون سینیرلي اوغلو سبا جمعه د افغانستان په اړه د خپلې ارزونې راپور امنیت شورا ته وړاندې کوي.  

د راپورونو له مخې، اوغلو په خپله ارزونه کې له سرپرست حکومت ښځو او نجونو ته د هغوی د حقونو ورکړې غوښتنه کړې. 

ملګرو ملتونو په تېره مارچ میاشت کې فریدون سینیرلي اوغلو ته دنده وسپارله، چې د افغانستان په اړه خپله ارزونه وکړي.

سرپرست حکومت تر اوسه د دغه خپرېدونکي راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده، چې سرپرست حکومت افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار بندیز لګولی دی.