کابل کې د ترکیې سفیر: له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو

کابل کې د ترکیې سفیر: له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو


  • 1 کال دمخه (16/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 454

په کابل کې د ترکیې سفیر جنک اونال ویلي، چې هېواد یې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.  

نوموړي تېره ورځ د سرې میاشتې له مشر مولوي مطیع الحق خالص سره په کتنه کې ویلي، چې افغانستان په طبیعي پېښو کې ښکېل هېواد دی؛ خو ترکیه به یې تل ملاتړ کوي.

هغه ویلي، افغانستان ته د ترکیې نوره بشري مرسته هم را روانه ده، چې تر را رسېدو وروسته به د سرې میاشتې په همکارۍ له پاکستان څخه پر را اېستل شویو افغانانو ووېشل شي.

په همدې حال کې د سرې میاشتې مشر د مرستو په وېش کې د شفافیت ډاډ ورکړی او د دغه هېواد له مرستو یې مننه کړې.

سره میاشت په افغانستان کې خلکو ته بېلابېلې مرستې رسوي او دغه راز د روغتیا برخه کې هم کار کوي، چې تر ډېره د سوري زړه ناروغان بهر ته لېږي.