نن سهار شااوخوا لس بجې د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې په یوه کس پورې تړل شويو چاودېدونکو توکو چاودنه کړې ده.
د یاد ولایت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په دې پېښه کې یاد کس وژل شوی او یو بل ټپي دی.
خبرپاڼه زیاتوي، دغه پېښه د یوې سلمانۍ مخې ته رامنځ ته شوې ده، چې له امله یې د سلمانۍ یو کارکوونکی هم ټپی شوی دی.
د سرچینې په خبره، د وژل شوي کس هویت لا معلوم نه دی؛ خو په اړه یې څېړنې روانې دي.
تر اوسه د دغې چاودنې څرنګوالی معلوم نه دی او نه یې هم چا مسوولیت منلی دی.