فاریاب کې یوه سړي د خپلې کورنۍ پنځو غړيو ته اور اچولی

فاریاب کې یوه سړي د خپلې کورنۍ پنځو غړيو ته اور اچولی


  • 1 کال دمخه (16/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 546

ځایي سرچینې وایي، د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې یوه سړي د خپلې کورنۍ پنځو غړيو ته اور اچولی، چې له امله یې یو ماشوم وژل شوی او څلور نور سخت ټپیان دي. 

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا پېښه پرون  چهارشنبه (د عقرب ۲۴مه) د دولت اباد ولسوالۍ په "محمودخېل" کلي کې شوې ده.  

سرچينه زياتوي، دغه سړي د شپې په تیاره کې خپله مېرمن او ماشومان يوې کوټې ته بیولي او وروسته یې د تېلو په وسیله سوځولي دي.  

د سرچینې په وینا، دغه سړى محمد نبي نومېږي او په نشه يي توکو روږدی دى.

لاهم د دغې پېښې علت معلوم نه دی او نه هم سيمه ييزو چارواکو په دې اړه څه ویلي دي. 

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د فاریاب په مرکز کې هم په نشه‌یي توکو یوه روږدي کس د خپلې کورنۍ څلور غړي وژلي او یو بل ټپي کړی و.