تر فلای دوبۍ وروسته؛ اېر عربيه هم کابل ته خپلې الوتنې پیلوي

تر فلای دوبۍ وروسته؛ اېر عربيه هم کابل ته خپلې الوتنې پیلوي


  • 1 کال دمخه (17/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 585

تر فلای دوبۍ هوایي شرکت وروسته، د اېر عربیه په نوم یو بل هوایي شرکت هم غواړي، چې کابل ته خپلې الوتنې پیل کړي. 

په دوبۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ ویلي، چې د اېر عربیه هوايي شرکت چارواکو ډاډ ورکړی، چې کابل ته د الوتنو لپاره هوډمن دي.

دغه قونسلګرۍ زیاتوي، چې په کابل کې یې د هوایي چلند وزرات له چارواکو سره خبرې کړې، چې ژر به یې په اړه پرېکړه وشي. 

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې د مخه فلای دوبۍ تر شاوخوا دوه کلن ځنډ وروسته، یو ځل بیا افغانستان ته خپلې الوتنې له سره پیل کړې.  

د تېر جمهوري نظام پر مهال پر فلای دوبۍ سربېره د امارات، ترکش، عربیه، اېر انډیا، پي‌ای‌اې او د ایران د اسمان په ګډون بېلابېلو بهرنیو هوايي‌ شرکتونو افغانستان ته الوتنې کولې.