د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې له پاکستانه راستانه شویو ۷۰۰ زره افغان کډوالو ته د لازمو روغتیایي خدمتونو برابرولو لپاره ۱۰ میلیونه امریکایي ډالرو ته اړتیا ده.
د یاد سازمان له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، اټکل کوي، چې د پاکستان د وروستۍ پرېکړې په پایله کې به شاوخوا ۱،۳ میلیونه افغان کډوال په زور یا په رضا افغانستان ته ستانه شي.
دغه سازمان زیاته کړې، چې افغانستان ته د دغه شمېر کسانو ناڅاپي راتګ د پولیو په ګډون د نورو ناروغیو د خپرېدو خطر زیاتوي.
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، چې روغتیایي خدماتو ته د محدود لاسرسي له امله د ناروغۍ او مړینې د کچې د زیاتوالي احتمال هم شته.
بلخوا د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، تر اوسه یې له یولک او ۱۲زره راستنو شویو افغانانو سره د خوړو او نقدو پیسو مرسته کړې ده.
یادې ادارې په عین حال کې غوښتنه کړې، چې له یو میلیون نورو راستنېدونکو افغانانو سره د مرستې لپاره ۱۶ میلیونه امریکايي ډالرو ته اړتیا لري.
د کډوالو او بطرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه د تورخم او سپین بولدک له لارې نږدې ۴۰۰ زره افغانان افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.