تېرو څلورو میاشتو ۴۵۰ زره افغان کډوال له ایرانه راستانه شوي

تېرو څلورو میاشتو ۴۵۰ زره افغان کډوال له ایرانه راستانه شوي


  • 1 کال دمخه (18/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 388

د ایران د کډوالۍ ملي اداره وایي، په تېرو څلورو میاشتو کې ۴۵۰ زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

ایراني رسنیو د یادې ادارې د غیرقانوني کډوالو د مدیریت مسوول جواد خاني له قوله ویلي، چې دغه کسان په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان ته ستانه شوي کسان په غیرقانونه توګه ایران ته ننوتي وو.  

د ده په ​​وینا، تهران، سیستان او بلوچستان، خراسان رضوي، قم، کرمان، یزد، فارس او البرز هغه ولایتونه دي، چې ۹۲ سلنه کډوال په کې ځای پر ځای شوي دي.

خاني ویلي، چې ښایي دا مهال څلور میلیونه غیرقانوني کډوال په ایران کې مېشت وي.  

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو میاشتو کې له ایرانه د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ چټکه شوې ده. 

له بلې خوا، پاکستان او ترکیې هم د افغان کډوالو شړلو ته مخه کړې او په وروستیو اوونیو کې یې سلګونه زره کډوال راستانه کړي دي.