ننګرهار کې لس روغتیایي مرکزونه جوړېږي

ننګرهار کې لس روغتیایي مرکزونه جوړېږي


  • 1 کال دمخه (19/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 469

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسؤلین وایي، چې په دغه لایت کې لس کورني روغتیایي مرکزونه جوړېږي. 

مسؤلین زیاتوي، چې دغه مرکزونه به په هسکې مېنې، دور بابا، نازیانو، اچین، غني خېلو، خوږیاڼو او د شېرزادو ولسوالیو په لرو پرتو سیمو کې جوړ شي. 

د مسؤلینو په خبره، دغه مرکزونه به د مور او ماشوم په برخه کې روغتیايي خدمات وړاندې کوي. 

ځایي مسؤلین وایي، چې د روغتیايي مرکزونو د ودانیو لپاره سیمې ځانګړې شوې او په نږدې راتلونکي کې به یې د رغولو چارې پیل شي. 

دا روغتیایي مرکزونه په داسې حال کې جوړېږي، چې لاهم د هېواد په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې خلک روغتیایي خدماتو ته د نه لاسرسي شکایت کوي.

د راپورونو له مخې، دا مهال د افغانستان نږدې څلور سوه ولسوالیو خلک له معیاري روغتیایي خدماتو بې برخې دي.

په ځینو سیمو کې د درملو کمښت بله هغه جدي ستونزه ده، چې دغه برخه یې لاپسې ننګولې ده.