ټرمپ: د بریا په صورت کې افغانستان ته ځم او د بګرام هډه بېرته نیسم

ټرمپ: د بریا په صورت کې افغانستان ته ځم او د بګرام هډه بېرته نیسم


  • 1 کال دمخه (20/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 572

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې که چېرې راتلونکې ټاکنې وګټي؛ نو افغانستان ته ځي او د بګرام پوځي اډې مدیریت بېرته اخلي. 

نوموړي ویلي، چې دا کار به له اوسني سرپرست افغان حکومت سره د یوې معاملې په ترڅ کې وکړي. 

ټرمپ، چې د امریکا د آیووای ایالت د فورت داج په یوه ټاکنیزه ناسته کې خبرې کولې، زیاته کړې، چې هغه به دا کار د چین د څارنې لپاره وکړي.   

د بګرام پوځي اډه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وړاندې په افغانستان کې د امریکا ستره پوځي اډه وه.

امریکا د ۲۰۲۱ کال د جولای پر دوه‌یمه له افغانستان څخه له بشپړ وتلو مخکې د بګرام هوايي ډګر پوځي تاسیسات پرېښودل او د پخواني افغان حکومت ځواکونو ته یې وسپارل.  

ټرمپ تر دې وړاندې هم په څرګندونو کې ویلي وو، چې که په واک کې وای، نو د بګرام پوځي اډه یې نه پرېښوده.

هغه په ولسمشر جوبایډن هم نیوکې کړې وې، چې ولې یې د بګرام په څېر یوه مهمه پوځي اډه پرېښوده چې له چین سره یوازې څو کیلو مټره واټن لري.