بايدپه كارپوه كسان په كابينه كې ځاى ونيسي


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • مينه
  • 1145

دهېوادمشرحامدکرزي دلوړې په مراسموكې په خپله راتلونكې كابينه كې دكارپوه وزيرانودګمارلو او غوره كولو په اړه يادونه وكړه .
ښاغلي کرزي د لوړې په مراسمو کې دښې حکومتدارۍ او له اداري فسادسره دمبارزې پراړتيا هم ټينګار وکړ او په دې برخه کې د جوړو شويو ادارو د ښه کار کولو غږ وکړ. داسوشېتيدپرس درپوټ په اساس هېوادمشركرزي په خپلو خبروكې اداري فساد دافغانستان ستردښمن وباله او اعلان يې وكړ چې يوه لويه سنتي جرګه به جوړه كړي او په هغه كې په سپين ږيري ،مشران ، علما،او نور ګډون ولري چې دسولې او ملي پخلاينې په اړه به پكې خبرې اترې وشي . حامد کرزى چې د يوې دورې ټاکل شوې حکومتدارۍ تجربه لري په خپلو خبرو کې تر ډېره دخپل حکومت لاسته راوړنو ته اشاره وکړه او ددې ترڅنګ يې خپل راتلونکي پروګرامونه هم بيان کړل.
دغه رازحامدکرزي وويل چې ملي پوځ او ملي پوليسوته به پياوړتياوركوي ترڅودمخالفينوپه وړاندې دمقابلې پرمهال ستونزه ونه لري . ښاغلي كرزي زياته كړې چې په پنځو راتلونكوكلونوكې امنيتي ځواكونه بايددوضيعت دكنټرول توان ولري .
ښاغلي كرزي دخپلوخبروپه اوږدوكې له خپلوسيالانوماندانوډاكټرعبدالله،ډاګټررمضان بشردوست او ډاكتراشرف غني احمدزي څخه وغوښتل چې له ده سره دراتلونكي نظام په جوړولوكې مرسته وكړي .
ښاغلي كرزي له اسلامي هېوادونوسره داړيكو په اړه هم ټينګار وكړ او ويي ويل چې له اسلامي هېوادونوسره اړيكي لكه كورنۍ اړيكي داسې دي چې موږ يې پراخيتااوپياوړتيا غواړو،كرزي داسلامي هېوادونوله ډلې څخه دپاكستان ، سعدي عربستان،اېران او نوروڅخه مننه وكړه چې چې دنظام په پياوړتياكې يې ورسره نه هېرېدونكې مرستې كړې دي .
ښاغلي كرزي ناټوپه غړيوهېوادونوغږوكړچې دافغانستان دپوځ په روزلواوپياوړتياكې له دغه هېواد سره مرسته وكړي چې داپه ددې سبب شي ترڅوافغان ځواكونه په خپل هېوادكې دامنيت په ساتلوبريالي اودابه مرسته وكړي چې په دې سره به سوله ساتونكي ځواكونه بېرته خپلو هېوادونوته ستانه شي .
ښاغلي كرزي دډاډمنې سولې دراوستلواودملكي وګړو او عامې وژنې ، دمخدره توكيو په وړاندې جدي مبارزه ، اداري فسادپروړاندې مبارزه اودامنيتي ځواك پياوړتيادخپل راتلونكي دولت له لومړيتوبونوڅخه وبلل او زياته يې كړه چې دى به له نړيوالوسوله ساتونكوځواكونوسره خپلوخبرته دوام وركړي ترڅودملكي وګړيووژنه كمه كړي .
كرزي ژمنه وکړه چې په راتلونکو کلونو کې به د افغانستان هغو ستونزو ته به چې حل کول يې تر ټولو ډېر اړين دي ډېره پاملرنه کوي. ښاغلي كرزي په هيواد کې د امنيت د ټينګښت په موخه يوځل بيا له طالبانو غوښتنه وکړه چې د سولې له بهير سره يوځاى شي او له جګړې لاس واخلي. هغه د سولې د ټينګښت په موخه د لويې جرګې د جوړېدو خبره او ددې ترڅنګ يې د سعودي له پادشا په دې برخه کې د کړې همکارۍ مننه وکړه.
په هيواد کې د مشکوکو کسانو د نيولو او زنداني کولو په اړه چې تر ډېره عام افغانان نيوکې پرې کوي نوموړي وويل چې دغه کار به افغان ځواکونو ته سپارل کېږي او ددې ترڅنګ به د جګړې د قوماندې افغاني کېدل هم د هغه د راتلونکي حکومت له مهمو دندو نه وي . ښاغلي كرزي دخپلوخبروپه وروستيو كې وويل چې په دزمري دمياشتې د۲۹ ټاكڼې او په دې كې دولس پراخ ګډون او ددغې لړۍ بريالي پايته رسول افغانانودهغې ځانګړنې ځرګندويي كوي چې په هېوادمين او دروښانه راتلونكي مينه وال دي .