سرپرست حکومت: د ټرمپ خبرې بې ارزښته دي، افغانستان د چا د سیالۍ ډګر نه دی

سرپرست حکومت: د ټرمپ خبرې بې ارزښته دي، افغانستان د چا د سیالۍ ډګر نه دی


  • 11 مياشتي دمخه (20/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 430

سرپرست حکومت ویلي، چې دوی په افغانستان کې بهرنیو پوځیانو ته اوسېدو اجازه نه ورکوي.  

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې نوموړی اوسمهال کوم سیاسي موقف نه لري او خبرې یې بې ارښته دي. 

ښاغلی مجاهد زیاتوي، دوی اجازه نه ورکوي، چې افغانستان یو وار بیا د سیمې او نړۍ هېوادونو ترمنځ د سیالۍ پر ډګر بدل شي.  

هغه یو ځل بیا ډاډ ورکړی، چې د افغانستان له خاوې هېڅ هېواد ته ګواښ نه شته او څوک دې دا اندېښنه نه کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ په یوه وینا کې ویلي، چې که چېرې په راتلونکو ټاکنو کې بریا ته ورسېد؛ نو د بګرام پوځي اډې واک بېرته ترلاسه کوي.     

ټرمپ ویلي، چې دا کار د چین د څارنې لپاره کوي، ځکه په خبره یې، دا اډه د چین له اټومي بټۍ څخه یوازې څو کیلو متره واټن لري.

نوموړي پر ولسمشر جو بایډن هم تونده نیوکه کړې، چې ولې یې داسې یوه مهمه پوځي اډه پرېښوده، چې اوس د چین له خوا اشغال ده.

د بګرام پوځي اډه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وړاندې په افغانستان کې د امریکا ستره پوځي اډه وه.

 

امریکا د ۲۰۲۱ کال د جولای پر دویمه له افغانستان څخه له بشپړ وتلو مخکې د بګرام پوځي تاسیسات پرېښودل او پخواني افغان حکومت ته یې وسپارل.