استعاره او نثر

استعاره او نثر


  • 1 کال دمخه (21/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 557

زموږ په ادبپوهنه کې استعاره تر ډېره د شعر د ښکلا لازمي اړتیا بلل کېږي، خو د نړیوالو ژبو په نثري متونو کې د لیکوالۍ او نثري ښکلا په یوه ارزښتمنه  او اړینه برخه بدله شوې ده. حتی وايي چې اوس د انسانانو ټول ژوند په استعاره ولاړ دی، ځکه چې هېڅوک او هېڅ څه له چا سره په خپله اصلي بڼه نه مخ کېږي.

 زموږ په عادي او هنري نثرونو کې لیکوال له استعارې استفاده کوي، خو په کره کتنه او اېډېټ کې ورسره سرسري چلند کېږي او د روزنې یا د لیکوال پام ور اړونې لپاره لکه څنګه چې لازمه ده؛ هغسې کار ورته نه دی شوی.

 استعاره په لغت کې د یوه شي امانت غوښتل دي او په ادبي اصطلاح کې هغه مجاز ته ویل کېږي چې علاقه یې په تشبېه ولاړه وي، خو د مبالغې په بڼه راځي.

  دې موضوع ته له ورننوتو وړاندې به ښه وي چې په یو څو جملو کې د استعارې د کارونې او اغېز له ځواکه ښه خبر شو او بیا به یې پر هنر او ارزښت یو څه ووایم: 

ډېرو دردونو او اندېښنو د هغې وجود داسې ژېړ او کمزوری کړی و چې د مني د ژېړې پاڼې په څېر له ډېر کمزوري باد سره هم په خاورو کې را لوېدلی شي.

اوس نو خپل وطن کې نه وو، له جګړې کډوال وو او هغو بې وطنه مرغیو ته ورته وو چې توپان یې ځاله ړنګه کړې وي او د نوې ځالې جوړولو لپاره په ونو پسې ګرځي.

هغه هېڅ وخت ونه شو کولی چې خپل له درده ډک زړه پر مخ له مصنوعي خندا او خوشحالۍ سره پټ کړي، کټ مټ لکه کمزورې او سپکه ورېځ چې د لمر د پټولو هڅه کوي.

په ښکاره خو افغانستان د فوټبال هغه توپ ته ورته و چې یوه هېواد هم نه غوښتل د خپلو موخو دروازې ته نږدې شې. 

  یو اروپايي لیکوال وايي: استعاره ښکلي تصویرونه جوړوي، د احساساتو د لېږد بهیر چټکوي او زموږ د ورځینو تجربو له فلز څخه سره زر جوړولی شي.

  استعاره د خیال پردازۍ پروسې ته تحریک او تقویت ورکوي، هغه شیانو څخه هم ـ چې په ښکاره ساده او له سترګو لوېدلي دي ـ موږ ته په فرد پورې منحصره دنیا جوړوي، یوه داسې دنیا چې د افرادو له مشترکو تجربو څخه جوړه ده. که غواړو چې په لوستونکو کې تخیل وپاروو، زړه یې حس کړو، احساسات یې را ویښ کړو؛ نو دا چاره په شاعرۍ کې اسانه ده، خو په لیکوالۍ کې چې څو یوه ځانګړې او په استعاره ولاړه ژبه پیدا نه کړو، دا کار نا ممکن دی، د استعارې د تحول ځواک له موږ سره دا مرسته کولی شي، همدا استعاره ده چې له یوه عادي حالت څخه فوق العاده او تلپاتې اغېز او حالت رامنځته کولی شي.

  که لیکوال په لیکنه کې له استعارو کار واخلي، اصلا لوستونکي ته درناوی وړاندې کوي، په خپلو  دروني تجربو، شخصي احساساتو او خاطرو کې د هغه د را ګډولو د شدت له لارې د هغه لېوالتیا ته شدت وربښي، هیله، وېره او نوی لیدلوری ورکولی شي.

    په لنډون سره ویلی شو چې استعاره لیکنه ته متعالي بڼه وربښي، ژوندۍ یې ساتي، له کتاب پرته په ذهنونو او خاطرو کې پاتې کېږي، د اغېز کچه یې لوړوي، د روزنې اړخ یې پیاوړی کېږي، مهمه دا چې لوستونکی تر پایه له ځان سره ساتلی شي. 

غوره داستان او لیکنه باید ټولې هغه پېښې چې د لوستونکي ذهن ورسره بوخت دی، د متن تر پایه پرانېږې، خو په واقعي نړۍ کې هر با تجربه لوستونکي کې باید او باید حس را بیدار کړي او له همدې سره مضمون او کتاب ته ور ننوځي او مزل په کې پیل کړي. همدا لامل دی چې وايي: لیکوال باید یو څه و نه وايي، بلکې یو څه وښيي.

      بله مهمه خبره دا ده چې له استعارې پرته نثر کمزوری دی، داستان بې تخیله او ساده دی او شعر خو بیخي غیر ممکن حد ته رسېږي. 

که لیکوال د استعارو په کارونه سم پوه شي، نو په حقیقت کې یې هغه جادويي ځواک موندلی چې له کلماتو هر څه جوړولی شي، هر ډول لارښوونه یې کولی شي، چې د همدې ځواک په مرسته کلمې د تحت اللفظي معاني د محدودیتونو له کچې پورته ځي او خپلو مخاطبانو ته نوې تجربې ور لېږدوي.

 شاعر وايي:

کله یو څه ترېنه جوړ کړي کله بل څه

ته به وایې زړه مې خټه یار کلال دی