ننګرهار کې د ټرافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

ننګرهار کې د ټرافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې


  • 11 مياشتي دمخه (21/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 438

ځایي چارواکي وایي، د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او درې نور ټپیان دي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، دغه پېښه تېره ورځ د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند «چهاردهي» سیمه کې را منځ ته شوې. 

هغه زیاتوي، دا پېښه د موټر د چپه کېدو له امله رامنځ ته شوې، چې په پایله کې یې موټر چلوونکی مړ شوی او درې نور ټپیان دي.  

د نوموړي په خبره، د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی. 

زابلي د دغې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي ښودلې. 

د یادونې ده، چې د تېرې جمعې په ورځ هم د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې په یوې ټرافیکي پېښې کې دوه موټر سایکل چلوونکي مړه شوي وو.