ملګرو ملتونو د تازه راستنو شویو افغانانو لپاره ۱۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي

ملګرو ملتونو د تازه راستنو شویو افغانانو لپاره ۱۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي


  • 1 کال دمخه (21/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 489

ملګري ملتونه وایي، افغانستان ته یې له پاکستانه د تازه راستنو شویو افغان کورنیو لپاره ۱۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي. 

د بشري مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سر منشي مرستیال او د بېړنیو مرستو همغږي کوونکي، مارټېن ګرېفېټس ویلي، دغه مرسته یې د ملګرو ملتونو د بېړنو مرستو مرکزي صندوق څخه ځانګړې کړې، ترڅو د تازه راغلیو افغانانو لاسنیونی پرې وشي.

نوموړی وايي، د روان میلادي کال د سپټمبر له نیمايي راهیسې له ۳ لکو ډېر افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي دي.

ملګري ملتونه دا مرسته په داسې حال کې کوي، چې له پاکستانه راستنېدونکي افغانان سرپناه او خوندیتوب ته اړتیا لري.