ای او اېم: پاکستان دې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر وځنډوي

ای او اېم: پاکستان دې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر وځنډوي


  • 1 کال دمخه (22/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 371

‏د کډوالۍ نړیوال سازمان د پاکستان له حکومت څخه غوښتي، چې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر دې وځنډوي.  

د یاد سازمان له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې هره ورځ ۱۷ زره کسان د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته را اوړي. 

خبر پاڼه زیاتوي، پر یادو دوو لارو د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله؛ راستنېدونکي افغانان له سختو ستونزو سره مخ دي او اړتیا ده، چې د پاکستان حکومت دا لړۍ د څه وخت لپاره و دروي.

یاد سازمان پر نړۍوالې ټولنې هم غږ کړی، چې د افغانانو ملاتړ کچه دې زیاته کړي. 

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان تر اعلان وروسته، څه باندې څلور سوه زره افغانان خپل هېواد ته راستانه کړای شوي دي.

بل لورته راستنې شوې کورنۍ له افغان حکومت او نړیوالو د د سرپناه او د ژوند نورو امکاناتو د برابرېدو غوښتنه کوي.