ښوونکي: د کورونو د کرایو وس نه لرو؛ زموږ غصب شوې نومرې راخلاصې کړئ

ښوونکي: د کورونو د کرایو وس نه لرو؛ زموږ غصب شوې نومرې راخلاصې کړئ


  • 1 کال دمخه (22/11/2023)
  • نظیف الله صالح
  • 574

سره له دې چې د ننګرهار پوهنې ریاست د ښوونکو د غصب شویو نومرو د خلاصون لپاره یوه کمېټه هم جوړه کړې؛ خو بیا هم ښوونکي شکایت کوي، چې نومرې یې نه دي ورکړل شوي.

دوی وایي، اوږد انتظار یې کړی؛ خو لا یې هم دولت ورکړې نومرې له غصب نه دي خلاصې شوې.

د میا عمر لیسې  ښوونکی اسدالله خان وایي، په میاشتنۍ (۷۵۰۰)افغانۍ تنخوا د کورنۍ لپاره نفقه نشي برابرولی او دا معاش هم ورنه نیمه برخه د کور په کرایه مصرفیږي.

"زه په کرایي کور کې اوسېږم، چې څلور اولادونه مې دي ټوله معاش مې ۷۵۰۰ افغانۍ دی، چې ۴ زره د کور کرایه ورکړم او ۲زره د برق بیل ورکړم نو په پاتې ۱۵۰۰ افغانیو زه څه وکړم؟  له مسوولو چارواکو هیله کوم، چې زمونږ ستونزې  حل کړي"

 

د نظر خاوند ثناءالله وایي، د ښوونکو مقام ته دې په دروند نظر وکتل شي او د نومورو ستونزې دې ورته ژر تر ژره حل شي.

هغه زیاتوي، ښوونکو ته په تېرو څلورو لسیزو کې پاملرنه نه ده شوې او دا علت دی، چې په افغانستان کې د زدکړو کچه هم ټیټه ده.

 "د نړۍ په ټولو هیوادونو کې د ښوونکو مقام د قدر وړ دی او د نړۍ ټول هیوادونه ښوونکو ته په درنه سترګه ګوري، چې اوس په یو ښه وضعیت کې قرار لري؛ مګر زمونږ په هیواد کې له څلورو لسیزو راهیسئ ښوونکو ته سمه پاملرنه نه ده شوې.

زه له مسوولینو غواړم چې د ښوونکو حقونو ته ته پاملرنه وکړي."

په ورته مهال ننګرهار کې د پوهنې ریاست مسؤلین وایي، د ښوونکو د ځمکو غصب د خلاصون لپاره یې ځانګړی کمیسون جوړ کړی تر څو د ښوونکو غصب شوې نومرې تصفیه او له غصب خلاصې کړي.

د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند فرهاد احمد ستانکزی وایي" په لومړي پړاو کې د ننګرهار ریاست لخوا د مرکز او ۲۲ ولسوالیو د پوهنې امریتونو ته سپارښتنه شوې وه ترڅو مونږ سره خپل معلومات شریک کړي، له مونږ سره معلومات شریک شوي او ډېر ژر به د نومورو د تصفیې کار هم پیل شي."

یاده دې وي چې دا نو مرې په تېر جمهوري نظام کې د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري ښوونکو ته ورکړل شوې وې، چې ننګرهار کې د سیمه ییزو زور واکو له لوري غصب شوې دي.