د حکومت مشر: د راستنو شویو افغانانو د ستونزو حل باید په سر کې وي

د حکومت مشر: د راستنو شویو افغانانو د ستونزو حل باید په سر کې وي


  • 1 کال دمخه (22/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 413

د سرپرست حکومت له ټولو ادارو غوښتي، چې له پاکستان څخه په جبر د را ستنو شویو افغان کډوالو ستونزو حل ته لومړیتوب ورکړي. 

نوموړي د وزیرانو شورا غونډې ته ویلي، د افغان کډوالو خدمت باید د ټولو ادارو د کارونو په سر کې وي.

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر اېکس پاڼه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي وار بیا ټولو مسوولینو ته امر کړی چې خلکو سره له زور زیاتي کار وانه خلي.

هغه د وزیرانو شورا غونډې ته ویلي چې خلک د زور له لارې مقابله کوي؛ نو په کار ده چې خلک دین ته د تشویق او هڅونې له لارې را وبلل شي.

د مجاهد پر اېکس پاڼه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، نوموړي ویلي، چې مسوولین باید له ټولو خلکو ته په یو نظر وګوري.

په دې ناسته کې له ګاونډیو او نورو هېوادونو سره د اړیکو پر پراختیا او د ستونزو پر هواري خبرې شوې.

په ناسته کې دغه راز د ښوونکو او زده کوونکو د علمي ظرفیت لوړونې او د دوی د ستونزو په اړه هم خبرې شوې.

که څه هم په اعلامیه کې په دې اړه زیات جزیات نه دي ورکړل شوي، خو ویلي یې دي چې د ښوونکو او زده کوونکو د ستونزو د حل په اړه یو شمېر تصامیم هم نیول شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې لاهم په کور دننه له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او نږدې یو کال کېږي چې ښځینه محصلینې هم زده کړو ته نه پرېښودل کېږي.